صفحه اصلی / کنفرانس ها / کنفرانس صلح جهانی

کنفرانس صلح جهانی

د اکتوبر په شلمی او یو ویشتمی نیټی د سولی دغه کنفرانس په استانبول کښی د (TAIM) د مؤسسی په نوښت د (۳۷) هیوادونو څخه د راغلو پلاو په شرکت په ټوله نړی کښی د سولی او د مظلومو ملتونو سره د مرستی غږ پورته کړ. د افغانستان نهضة العلماء (NUA) او د نور مؤسسی(NECDO) پدغه کنفرانس کښی برخه اخستی ؤه چی د افغانستان د روانو حالاتو په اړو د غونډی په ګڼو ناستو کښی ګډونوالوته معلومات ورکړی شول، ترڅو د سولی او په افغانستان کښی د جوړجاړی او سمخت لپاره د ګڼو هیوادونو د مدنی ټولنو، فعالینو او سیاستوالو پام ورته راوګرځوی، افغانستان د منطقوی او فرامنطقویقوتونو د ګټو ښکاری دی، چی د تعصب، قومیت او ژبنی اختلافاتو په اچولو سره پدغه هیواد کښی خپلو شومو موخو ته د رسیدلو لپاره تری کار اخلی، دا په افغانانو او د افغانانو په رهبرانو په اړه لری چی باید د زیرکتیا او هوښیارتیا څخه ګټه واخلی د ملی وحدت په مضبوطولو سره هیواد د منطقی او د فرا منطقوی د قوتونو د وزلوبی څخه وژغوری. د وطن ګټی او د ملت ګټی پخپلو ګټو وړاندی کړی، تر څو وکولای شی د افغانستان د تمامیت او سلامتی ترڅنګ هیواد ته تل پاته سوله راولی او په هیواد کښی د ترقی او پرمختګ زمینه برابره شی.

این مطالب را نیز ببینید!

گزارش نهضة العلمای افغانستان در رابطه به  نشست سه جانبه علمای افغانستان، پاکستان و اندونیزیا

نهضة العلمای افغانستان (NUA) که به اساس اصول پنجگانه اش (وسطیت، عدالت، تسامح، توازن و …

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *